په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار نن سه شنبه د سلواغه ۲۳ مه په دغه ولایت کې د نن سهار د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو د شمیر په اړه وویل: په کابل بانک کې نن سهار د ځانمرګي برید په ترڅ کې بریدګر د دغه بانک مخې ته په خپل بدن کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي وچول.
خبرځاى زياته کړه: په دې پيښه کې د اسلامي امارت د مجاهدينو او ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.
د خاکسار په خبره دغه برید هغه مهال رامنځ ته شو، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو په ګډون یوه ډله خلک د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو په موخه د کندز په مرکز کې د کابل بانک د نمایندګۍ په دفتر کې راټول شوي وو.
په ورته وخت کې رسنیو د وژل شویو کسانو شمېر زیات ښودلی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي او په وژل شویو کې د دې ولایت د څلورمې امنیتي حوزې د تولی قومندان هم شامل دی.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه ځانمرګي برید مسولیت پر غاړه نه ده اخیستې.
د ایرنا د راپور له مخې، نن سهار وختي په کندز ولایت کې د کابل بانک مخې ته یوه زوروره چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې یو شمیر افغان اتباع او دولتي کارکوونکي مړه او ژوبل شول.
د پیغام پای/
Your Comment